جنگی جنایتو نومبر
الجـــــــهاد فی سبیل الله
جنگی جنایتو نومبر
ساعت 18:54 | بازدید : 1097 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دروان (۲۰۱۳،ز)کال دنومبردمیاشتي په ۴مه نیټه داخلي عسکرود لغمان ولايت دمرکزپه تفاک سيمه کي دچاپې پرمهال څلورتنه ولسي وګړي بندیان کړي دي .

دنومبرپه ۵مه داروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ دلونډیاني په سیمه کي داربکیانو قومندان (شاه محمد) یوملکي وګړی شهیدکړی دی .

دنومبرپه ۶مه دفراه ولایت دخاکسفیدولسوالۍ په دیوال سرخ سیمه کي داخلي عسکرویوسل وپنځوس تنه ولسي هیوادوال بندیان کړي اوشپېته تنه مخوراوسپین ږیري یې چي خپلي قرارګاه ته یې ورغوښتي ووشکنجه کړي دي . دسیمه ییزواوسیدونکوله خولې عسکر چې هرڅوک وویني نیسي یې اوګواښ ورته کوي که طالبان هغه عسکرچې دتېري ورځي په جګړه کي یې نیولی ؤ ازاد نه کړي اویایي ووژني نو غچ به یې له همدي ولسي وګړوڅخه واخلي.

دنومبرپه ۸مه دکندزولايت دعلي اباد ولسوالۍ په لال میدان سیمه کي اربکیانودرې کسه ملکي وګړي بندیان کړي دي .

دنومبرپه ۸مه اشغالګرو عسکرو دچاپې پرمهال دبلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ دسالارتېپې له ناصرې سیمي څخه درې تنه ولسي هیواودال دبندیانوپه توګه وړي د ي .

دنومبرپه ۱۰مه یرغلګروځواکونود ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍدتنګي درې له رنجي خېل سیمي څخه دوه تنه ملکي هیوادوال (پیرګل اوزوری یې )بندیان کړي دي .

دنومبرپه ۱۳مه دفراه ولایت د پشترودولسوالۍ په کندرسیمه کي داخلي پوځیانویوبزګر(غلام محمد)شهیدکړی دی .

دنومبرپه ۱۳مه د لوګر ولایت دمحمداغې ولسوالۍ په زرغون ښارسیمه کي دیرغلګرودبې پیلوټه الوتکي په بریدکي دښوونځي یونهه کلن زده کونکی (عصمت الله )چي په لوبوبوخت ؤشهیدشوی دی، دلوګرولایت دمعارف ریاست هم په دغه بریدکي دیوه تن زده کونکی وژنه تائیدکړ ې اوغندلې ده .

دنومبرپه ۱۵مه دکندهارولایت د میوندولسوالۍ په مندوزو سیمه کي داخلي عسکرویوسپین ږیری شهیدکړی دی .

دنومبرپه ۱۷مه داخلي پوځیانودزابل ولایت مرکزته نژدې دجلدک داغاصاحب دمدرسي یو لس کلن طالب (امان الله) چي مدرسې ته روان ؤشهیدکړی دی .

دنومبرپه ۱۷ مه اربکيانو دپکتيکاولايت ديحی خيل ولسوالۍ په ګوډلوکلي کي يواویاکلن سپينږيری چي جومات ته روان ؤشهيدکړی دی .

دنومبرپه ۱۷مه یرغلګروځواکونود بلخ ولایت دخاص بلخ ولسوالۍپه وزیرابادسیمه کي دچاپې پرمهال دوه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

دنومبرپه ۱۸مه دپکتياولايت دخيرکوټ ولسوالۍ په ملیزوسیمه کي اربکيانو یوپوسته تخلیه کړه ،دسیمه ییزوخلګودویناپه اساس اربکیانو دپوستې ترپرېښودلووروسته په دغه سیمه کي مځکني ماینونه ځای پرځای کړل کله چي دوی ولاړل همداماینونه پرماشومانووچاودل چي پنځه تنه پکي شهیدان اودوه ژوبل شول.

دنومبرپه ۱۹مه دکندهارولایت د بولدک ولسوالۍ دناوې داخترزو په کلي دیرغلګرو په هوایي بریدکي دوه نفره ملکي هیوادوال (عبدالمنان اوروزي خان)شهیدان شوي دي .

دنومبرپه ۱۹مه نیواکګروځواکونودکندهارولایت د میوندولسوالۍ دزرزدي په سیمه کي دچاپې پرمهال یوماشوم اودوه تنه ولسي وګړي چي یویې تازه له حج څخه راغلی ؤې اسیران کړي دي .

دنومبرپه ۱۹مه یرغلګروځواکونودشپنیوعملیاتوپه لړکي د ننګرهارولايت دبټي کوټ ولسوالۍپه ډاګه سیمه کي چاپه وهلې ، دوه کسه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي نوي (۹۰)تنه یې په یوه کلاکي تړلي اویوشمېرنوریې سخت وهلي دي همدارازیرغلګروعسکروپه دغه چاپه کي دتلاشۍ پرمهال خلګوته زیات مالي تاوانونه هم رسولي دي .

دنومبرپه ۲۰مه دنورستان ولايت نه د وانت وايګل ولسوالۍ په دیګل کلي کي یرغلګروځواکونو په یوه جنازه بمبارکړی ،په بمبارکي شپږتنه ولسي وګړي ( عبدالحی، سفر، نجيب الله، نورالرحمن او اسمعيل )شهیدان شوي دي .

دنومبرپه ۲۰مه دهلمندولایت د ګرشک ولسوالۍ دنهرسراج په یخچال سیمه کي یرغلګرو دچاپې پرمهال یوملکي وګړی شهیدکړی اودوه تنه یې بندیان کړي دي .

دنومبرپه ۲۲مه نیواکګرودزابل ولایت د مرکزاړوندپه دیوالک مانده اوخالاسیمه کي دتلاشیوپرمهال دخلګواوه عرادې موټرسایکلونه اودوه تنه ولسي هیوادوال له ځان سره وړي دي.

دنومبرپه ۲۳مه داروزګان ولایت د چوري ولسوالۍ دخوشکدیر کوتل په سیمه کي داربکیانوقوماندان دوه تنه ولسي هیوادول (حضرت الله اوعبدالرؤف )شهیدان کړي، دځایې اوسیدونکودویناله مخي یادوشوکسانودګوزڼ ضد واکسین کمپیان کي په رضاکارانه توګه خدمت کاوه چي داربکیانوقوماندان (قدیم) دطالبانوسره داړیکودرلودوپه تورله منځه وړي دي.

دنومبرپه ۲۳مه اشغالګروځواکونود ننګرهارولايت د خوګياڼو ولسوالۍ دمملي په قیقوم خېل سیمه کي یو مسجد بمبارکړی عیني شاهدانورسنیوته ویلي چي په دغه بمبارکي اووه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي اوجومات هم له منځه تللی دی .

دنومبرپه ۲۴مه اشغالګرود ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په دیندوسیمه کي دچاپې پرمهال خلګوته دمالي زیانونورسولوترڅنګ یوملکي هیوادول شهیدکړی دی .

دنومبرپه ۲۶مه اشغالګروعسکرودشپنیوعملیاتوپه لړکي دلوګرولايت دپل علم مربوط په داودخيل سيمه کي چاپه وهلې، کورونه یې تلاشي کړي اوترتلاشۍ وروسته یې درې تنه ملکي هیوادول له ځان سره دبندیانوپه توګه وړي دي .

دنومبرپه ۲۷مه دهرات ولایت دشینډنډولسوالۍ دزیرکوه په سیمه کي داخلي پوځیانودچاپې پرمهال دوه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي .

دنومبرپه ۲۷مه اربکیانود کندز ولایت په چاردرې ولسوالۍکي یوولسي هیوادوال چي بزګري یې کوله تروهلوډبلووروسته شهیدکړی دی ، دغه پیښه دکندورامنیه قوماندان سرورحسینی هم تائیدکړې ده .

دنومبرپه ۲۷مه رسنیوخبرورکړچي :له تېرودروورځوراهیسي داخلي عسکرودهرات ولایت د شینډنډولسوالۍ دعزیزاباد اوفرقي ترمنځ پرغزیدلي عمومي لاره دولسي خلګوڅخه دوه سوه (۲۰۰) موټرسایکلونه اوپنځوس (50) عرادې موټر په زور اخیستي دي .دهمدې پیښي علت تراوسه نه دی په ډاګه شوی .

دنومبرپه ۳۰مه د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ په سرخ کلي باندي نیواکګروځواکونویرغل کړی ،خلګوته یې دتلاشۍ پرمهال مالي تاوانونه رسولي اوپه اخرکي یې دهمدې کلي له مدرسې څخه درې تنه طالب العلمان دبندیانوپه توګه وړي دي .

دنومبرپه ۳۰مه دکندهارولایت دمیوندولسوالۍ دقلعه شامیرپه سیمه کي داخلي عسکروله خپلي قرارګاه څخه توغندۍ توغولي ، یوتوغندی په سیمه کي دحاجي نادراکاپه کورلګیدلی چي له کبله یې دښځواوماشومانوپه ګډون اووه تنه ژوبل شوي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،روهي ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 9
بازدید دیروز : 46
بازدید هفته : 60
بازدید ماه : 577
بازدید کل : 68890
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 9
:: باردید دیروز : 46
:: بازدید هفته : 60
:: بازدید ماه : 577
:: بازدید سال : 5864
:: بازدید کلی : 68890